پکتیا کې پر ۵۰ بزګرانو د قوریې جوړولو اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
Mon, Dec 09 2019 3:32 PM
 پکتیا کې پر ۵۰ بزګرانو د قوریې جوړولو اړونده توکي ووېشل شول

۱۸ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو پروژو « ORCD» او «UNODC» په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز پر ۵۰ بزګرانو د قوریې جوړولو تصدیق شوي تخمونه او د قوریې جوړلو، پالنې او روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي د یادو قوریو جوړول په دې ولایت کې بنیادي پروګرام یاد کړ او ویې ویل، چې په دې سره به په پکتیا کې بڼوالۍ پیاوړې او د بڼونو جوړول او پالنه به ور سره ترویج شي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر بزګر ته د قوریې جوړولو ۲۷ توکي، چې په کې د بادامو، مڼو، ناکو او شفتالو تخمونه، د دواشیندلو پمپ، لاسي کراچۍ، روغتیایي کېټ، زر متر مربع جالۍ، اغزن سیم، توره او سپینه سره، جیک، بېل او نور اړین توکي شامل دي ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي بزګرانو ته د قوریې جوړولو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS