د هلمند دوو ولسوالیو کې یوشمېر مستحقو بزګرانو ته شنې خونې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, May 05 2025 9:36 AM

۱۵ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا،  د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې سره په ګډه، د نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې ۲۸ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې ووېشل شوې.
د دغه پروګرام په ترڅ کې، هرې شنې خونې ته سولري هندارې، د اوبو ټانکی او نور اړین توکي ورسره ورکړل شوي، ترڅو بزګران وکولای شي د سبو او نورو فصلونو تولید زیات کړي. دغه شنې خونې د یادې موسسې له لوري د مسلکي انجینرانو لخوا د مستحقینو په ځمکه کې نصبېږي.
په ورته وخت کې بزګرانو د دغو مرستو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې دا ډول برنامې دې دوام ومومي او نور مستحق بزګران دې هم ترې برخمن شي. دوی وویل، چې دا ډول شنې خونې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د کورنۍ اقتصادي پیاوړتیا او د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره اغېزمن رول لري.
دا پروژه د هلمند د کرنیزو خدمتونو د پراخولو او د بزګرانو د تولیداتو د لوړولو په موخه پيل شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS