د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ایران اکسپو نندارتون په څنډه کې له پاکستاني سوداګرو سره وکتل

user-admin
Fri, May 02 2025 11:49 AM
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ایران اکسپو نندارتون په څنډه کې له پاکستاني سوداګرو سره وکتل

د ایران اسلامي جمهوریت د صادراتي وړتیاوو د نړیوال نندارتون (ایران‌اکسپو) په څنډه کې، د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خیبر د سوداګرۍ خونې له رئیس، مرستیالانو او ځینو نورو پاکستاني سوداګرو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوراګریزو او اقتصادي همکاریو، صنعتي کرنې، د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکتور د پراختیا په اړه مفصل بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې پاکستاني سوداګرو وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې ۸۰ سلنه سوداګري د کرنیزو او مالدارۍ اړوند محصولاتو پورې اړه لري. دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو په کچه د فساد د راکمېدو هرکلی وکړ او له اړوندو مسؤولینو یې وغوښتل چې پاتې شته ستونزې دې ژر هوارې کړي او د بندرونو په اوږدو کې دې ګډ بازارونه رامنځته کړي.
بل‌خوا، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي، ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې یوازې اقتصادي زیانونه لري. نوموړي له پاکستاني سوداګرو وغوښتل چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه خپل حکومت ته رغنده مشورې وړاندې کړي. هغه همداراز زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان د موسمي توپیر له امله، دواړه هېوادونه کولای شي یو د بل لپاره مناسب بازارونه وي.


دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با تاجران پاکستانی در حاشیه نمایشگاه ایران‌اکسپو
۱۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
در حاشیه نمایشگاه بین‌المللی توانمندی‌های صادراتی جمهوری اسلامی ایران (ایران‌اکسپو)، مولوی صدراعظم عثمانی، معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با رئیس و نواب رئیس اتاق تجارت خیبر و جمعی از تاجران پاکستانی دیدار و گفتگو کرد.
در این نشست، دو طرف روی همکاری‌های تجاری، اقتصادی، زراعت صنعتی، سرمایه‌گذاری در بخش محصولات زراعتی و توسعه سکتور خصوصی بحث و تبادل نظر کردند.
تاجران پاکستانی در این دیدار گفتند که حدود ۸۰ درصد تجارت میان افغانستان و پاکستان مربوط به محصولات زراعتی و مالداری است. آنان ضمن استقبال از کاهش فساد در بنادر میان دو کشور، خواهان رسیدگی عاجل به برخی چالش‌های باقی‌مانده و ایجاد بازارچه‌های مشترک در بنادر شدند.
در مقابل، معین وزارت زراعت افغانستان تأکید کرد که سیاست باید از تجارت و اقتصاد جدا باشد و ایجاد فاصله میان دو کشور تنها زیان اقتصادی برای هر دو طرف در پی خواهد داشت. وی از تاجران پاکستانی خواست که در راستای تقویت روابط اقتصادی، مشوره‌های سازنده‌ای به حکومت خود ارائه دهند. او همچنان افزود که با توجه به تفاوت فصل‌های نموی در دو کشور، هر یک می‌توانند بازار مناسبی برای محصولات زراعتی دیگری باشند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS