کابل ته د ازبکستان تخنیکي پلاوي سفر او د افغانستان د کرنې وزارت له مرستیال سره یې لیدنه

mail-admin
Thu, May 01 2025 10:52 AM
کابل ته د ازبکستان تخنیکي پلاوي سفر او د افغانستان د کرنې وزارت له مرستیال سره یې لیدنه

۱۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان دکرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید په مشرۍ د ازبکستان د جمهوریت تخنیکي پلاوی د بلخ ولایت له سفر وروسته، د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغی او د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنیزو څېړنو او ترویج، د څاڅکي اوبولګولو سیستم پېژندنې، عصري بڼوالۍ، د میکانیزه کرنې دودول او د لوړ عوایدو لرونکو نباتاتو کرلو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړل.
مولوي بازمحمد فیضان د ازبکستاني پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او تجربي همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ او د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د افغانستان اړتیاوې یې له یاد پلاوي سره شریکې کړې.
ازبکستاني پلاوی له ۵ تنو مسلکي چارواکو څخه جوړ دی، چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو په برخو کې تخصص لري، او په تېرو درې ورځو کې یې په افغانستان کې د بلخ او کابل ولایتونو له مسؤلینو سره لیدنې کړي دي.

سفر هیئت تخنیکی ازبکستان به کابل و دیدار با معین وزارت زراعت افغانستان
۱۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت تخنیکی جمهوری ازبکستان به رهبری ابدوذوکروف جمشید، معین وزارت زراعت این کشور، پس از سفر به ولایت بلخ، روز چهارشنبه وارد کابل شد و با مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت دیدار کرد.
در این دیدار، دو طرف در مورد گسترش همکاری‌ها در بخش‌های تحقیق و ترویج زراعت، معرفی سیستم آبیاری قطره‌ای، باغداری نوین، ترویج زراعت میکانیزه و کشت نباتات پرعاید بحث و تبادل نظر کردند.
مولوی بازمحمد فیضان با ابراز قدردانی از سفر هیئت ازبکستانی به افغانستان، بر گسترش همکاری‌های تخنیکی و تجربوی میان دو کشور تأکید کرد و نیازمندی‌های افغانستان در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری را با هیئت شریک ساخت.
هیئت ازبکستانی شامل ۵ تن از مقام‌های مسلکی زراعت، مالداری و آب است و طی سه روز گذشته در افغانستان، دیدارهایی با مسئولان در ولایت بلخ و کابل داشته‌اند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS