د ننګرهار وادي کرنیز شرکت دویم فارم کې د ۱۷۰زره زیتون قلمو کرلو بهیر بشپړ شو

mail-admin
Tue, Apr 15 2025 9:44 AM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت دویم فارم کې د ۱۷۰زره زیتون قلمو کرلو بهیر بشپړ شو

۲۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په دویم فارم کې د زیتون ۱۷۰زره قلمو د کرلو بهیر د دغه فارم د مشرتابه او کارکوونکو د هلو ځلو په پایله کې په بریالۍ توګه بشپړ شو. دغه قوریه، چې په ۱۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له مهمو تولیدي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
یاده قوریه نه یوازې د زیتون، بلکې د کلبید، یوکالیپټیس، مورفان، صبر، توت او نورو نیالګیو لرونکې ده، چې ۸ فني کارکوونکي پکې کار کوي. د نیالګیو تر څنګ، د فارم اړوند دوه‌نیم جریبه ښکلی پارک هم د قوریې مدیریت تر منظمې پالنې لاندې دی.
د فارم مسوولین وایي، چې په ۱۴۰۳ د مني او ۱۴۰۴ د پسرلي په موسم کې له همدې قوریې څخه ۴۸زره اصله زیتون نیالګي نورو فارمونو ته وېشل شوي، چې دا چاره د زیتون کرکېلي د پراختیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
تېره ورځ د فارم امر قاري احمدالله عرف اجمل، د کرنې مدیر او یو شمېر نورو مسؤولینو له قوریې لیدنه وکړه، روانو چارو ته یې کتنه وکړه او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې وښوده.
د یادونې وړ ده، چې دویم فارم د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له مهمو میکانیزه فارمونو څخه دی. د اګرونومیکي ځانګړتیاوو له مخې د کال په اوږدو کې د بېلابېلو کرنیزو فعالیتونو وړتیا لري. دغه فارم څلور بلاکونه، قوریه، تخنیکي برخه، پراخه اوبه، د تفریح او سیاحت لپاره مناسب ځایونه لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS