د هلمند ولایت په بولان څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو مېوو او نباتاتو څېړنې روانې دي  

mail-admin
Wed, Mar 26 2025 11:14 AM
د هلمند ولایت په بولان څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو مېوو او نباتاتو څېړنې روانې دي  

د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکي د بولان څېړنیز فارم په ۲۶ جریبه ځمکه کې په بېلابېلو څانګو کې څېړنې ترسره کوي.  
په دغه فارم کې د مېوو بڼونو ترڅنګ د حبوباتو، سبو، تېلې بوټو، مورنيو او هستوي تخمونو او د کرنیزو تجربو په اړه څېړنې روانې دي. د بڼونو په برخه کې د مورنیو پایو ساتنه، د پیوند لپاره د پنګو او نیالګیو لپاره د قلمو وېش او زده کړیالانو او کروندګرو ته د پیوند، شاخبرۍ، تاکبرۍ، اوبولګولو، د سرو او لایم سلفر کارونه، د ځمکې نرمولو، او حاصل راټولولو عملي زده کړې وړاندې کېږي. همدارنګه، د وقایې لپاره د ژمنیو غوړیو د سپرې چارې د پلان له مخې ترسره کېږي.  
د غلو، حبوباتو او سبو په برخه کې دا مهال د غنمو او وربشو ۱۲ سیته تجربې، د غنمو ۱۰ ډوله مورنۍ او هستوي تخمونو روزنه او د پیازو او ګشنیزو هستوي او مورنۍ تخمونو تولید څېړل کېږي. سربېره پر دې، د عدسو، نخودو، شړشم او زغرو د مطالعې تجربې هم روانې دي.  
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په هلمند ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو، او مېوو د تخمونو اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې فعالیت وکړي. موخه دا ده، چې د کروندګرو حاصلات لوړ کړي او هغوی ته د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS