پکتیا کې د نیالګيو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

mail-admin
Mon, Mar 24 2025 1:40 PM
پکتیا کې د نیالګيو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست «د نن نیالګی د راتلونکې هوساینه» تر سرلیک لاندې د نیالګي اېښودلو کمپاین د پکتیا ولایت اړوند د تیری کنډو په سیمه کې د حکومتي مسؤلينو په ګډون پرانیست.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د علماو شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر، د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادی هدایت، د کټوازي ګروپ او کمپنۍ د دفتر رییس زیارمل او د دی ولایت د ادارو رییسانو ګډون درلود، چې د نیالګي اېښودو او د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت یې خبرې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس د هېواد د ودانولو وخت دی او د  ا.ا.ا په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت، د ځنګلونو بیارغونه او د کرنې پراختیا په برخو کې پراخې هڅې کړي دي. ښاغلي عثماني  ټینګار وکړ، چې افغانستان د غلو-دانو  او د خوړو خوندیتوب له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د نیالګيو اېښودلو ارزښت ته اشاره وکړه او د دی ولایت له نورو امارتي او غیر امارتي اداراتو  څخه یې وغوښتل، چې خلک دې مهم کمپاین ته وهڅوي.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، چې د پکتیا د کرنې ریاست  سږ کال له ۱۲۵ زره څخه ډېر نیالګي برابر کړي، چې په پکتیا کې به کښېنول شي او زیاته یې کړه، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر کار لاندې دي.
د چاپیریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت په خپلو خبرو کې د  اکسیجن د تولید، د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو  ناوړه اغیزو د کمولو په برخو کې د نیالګي اېښودلو رول ته اشاره وکړه.
همدا راز د کټوازي ګروپ  او کمپنۍ د دفتر  رییس زیارمل په خپلو خبرو کې وویل، چی په یاده سیمه کې به ۱۵ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کینوي او یاد ځای به په یو تفریحي سیمه بدل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS