د کرنې په وزارت کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د مرکزي کمیټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Mar 24 2025 11:23 AM
د کرنې په وزارت کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د مرکزي کمیټې غونډه دائره شوه

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د مرکزي کمیټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د اقتصاد، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د چارواکو، رئیسانو، سلاکارانو او متخصصینو په حضور کې د کرنې وزارت په مالي او اداري مرستیالۍ کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند، د اضافي غنمو د پېرلو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل نه یوازې د بزګرانو ملاتړ کوي، بلکې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل هم ګرځي».
هغه زیاته کړه، چې تر دې دمه ۳۶ زره او ۳۰۰ متریک ټنه اضافي غنم د ۱۱ ولایتونو سیلوګانو ته انتقال شوي دي.
همداراز، په دې غونډه کې د زېرمه شویو غنمو د ۵۰ سلنه خرڅلاو، د طبیعي پېښو له زیانمنو کسانو سره د مرستې په پار د ۵۰ سلنه نورو غنمو ساتلو، د زېرمو د مدیریت، او د سږني کال لپاره د غنمو د بیا پر وخت پېرلو پر پروسې هم بحث او نظرونه تبادله شول.

جلسه کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین در وزارت زراعت برگزار شد
جلسه کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، با اشتراک مسوولان وزارت‌های اقتصاد، مالیه، صنعت و تجارت، روسا، مشاورین و متخصصین در معینیت مالی و اداری برگزار گردید.
در این جلسه، ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت آبیاری و مالداری بر اهمیت خریداری گندم مازاد از دهاقین تأکید کرده و گفت: «خریداری گندم مازاد از دهاقین نه تنها از آنان حمایت می‌کند، بلکه موجب رشد اقتصاد کشور خواهد شد.»
وی افزود که تا کنون ۳۶,۳۰۰ متریک تن گندم مازاد به سیلوهای ۱۱ ولایت منتقل شده است.
در این جلسه، همچنان راجع به پروسه فروش ۵۰ درصد گندم‌های ذخیره شده، نگهداری ۵۰ درصد دیگر به منظور کمک به متضررین حوادث طبیعی و ذخایر نگهداری و همچنین خریداری به موقع دوباره گندم در سال جاری، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS