د نورستان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Sat, Aug 05 2023 9:47 AM
د نورستان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره ملګري پلاوي نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې ناسته کې د نورستان د کرنې ریاست کارکوونکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او ورسره  پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او وړاندیزونو راپور یې د کرنې وزیر ته وړاندې کړل.
دغه راز د نورستان د کرنې رياست کارکوونکو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې د کرنې وزير ته وړاندې کړل او د کرنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
د کرنې وزیر د نورستان ولایت دکرنې ریاست د کارکوونکو د کړنو او لاسته راوړنو د راپور له اورېدو وروسته د دوی د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او دوی ته یې لارښوونه وکړه، چې د نورستان ولایت د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د بدلون  په برخه کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره په خپل ټول توان سره هڅې وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر وکړ، څو د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، د طبیعي زېرمو او ځمکو  عمومي وضعیت وڅېړي.
په دې سفر کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوي محمد ولي محسن، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی د کرنې وزیر ملتیا کوله.

دیدار وزیر زراعت با کارمندان ریاست زراعت نورستان
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت نورستان با رییس و  کارمندان ریاست زراعت نورستان دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات شان را استماع نمود.
در این دیدار کارمندان ریاست زراعت نورستان از تشریف آوری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان استقبال کرده و گزارش کارکردها، دستاوردها و پیشنهادات شان را به وزیر زراعت اراییه کردند.
 همچنان کارمندان ریاست زراعت نورستان درخواست‌های خود را در بخش‌های مختلف با وزیر زراعت اراییه کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به آن شدند.
وزیر زراعت پس از استماع گزارش کارکرد ها و دستاوردهای کارمندان ریاست نورستان هدایات لازم را جهت حل مشکلات شان به مسوولان مربوطه سپرده و برایشان هدایت داد که با تمام توان کوشش نمایند که در وضعیت زراعت و مالداری ولایت نورستان تغییرات مثبت بیاورند.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رائس یک هیئت به منظور دیدار با مسوولان و متنفذین محلی جهت جلوگیری از قطع جنگلات و بررسی وضعیت کلی زراعت، مالداری، آبیاری منابع طبیعی و اراضی به ولایت نورستان سفر کرده است.
در جریان این سفر رئسای زراعت ننگرهار، لغمان، نورستان، رییس کانال ننگرهار، رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت، رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت و مشاور مقام وزارت زراعت وزیر زراعت را همراهی می کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS