هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

user-admin
Wed, Aug 02 2023 9:11 PM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه


۱۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی نوبتي غونډه ترسره شوه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي  تر څنګ د یاد پلاوی غړي د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د هلمند مستوفي ملاحمیدالله رابط، لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني ، دکور  او ښارجوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه، د قضای امارت امر مولوي عبدالقاهر عاصم، د ځمکو آمریت استازی انجنیر حامد  او نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د د تېرو غونډو د موضوعاتو تر ارزونې وروسته د لښکرګاه ښار کې د سمیټي سیې، سنګین ولسوالی کې د عیدګاه جامع جومات د ځمکې، فصل باباجي کې د امارتي ځمکې ، د ادې باغ ساحې او ګڼو ولسوالیو کې د امارتي او شخصي ځمکې د تفکیک، تشخیص او تثبیت موضوعات وارزول شول او په اړه یې لازمې کړنې ترسره شوې.
وروسته د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسون لخوا د تخنیکي پلاوی لپاره د عمل د پلان او د غصب شویو ځمکو د لیستونو او راپورونو د ترتیب لپاره په نویو فورمو بحث او خبرې وشوې او داجرا په اړه یې نظرونه شریک شول.
وروستیو کي تخنیکي پلاوی د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS