د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

mail-admin
Tue, Aug 01 2023 12:11 PM
د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت چپرهار، رودات او کوز کونړ ولسوالیو بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ بې وزلو، او اړمنو مېرمنو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړوي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د دې مرستې په لړکې د ننګرهار په یادو ۳ ولسوالیو کې ۲۰۰ کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه او د چرګان روزنې د فارم اړونده توکي وېشل کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره اوسمهال یادو مېرمنو ته  د مرغانچو جوړولو چارې روانې دي، چي په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته د کور دننه زمینه برابرول دي.
یاده مؤسسه ددې ترڅنګ مالدارانو ته د چنجیو ضد درملو،  واکسینونو،  وړیو صنعت او بازارموندنې په برخه کې هم کار کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS