د ننګرهار کانال شرکت:هډې فارم آمریت سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

٧ زمری ۱۴۰۲ه.ش
١١ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د دې شرکت د مشرتابه د هلوځلو په ترڅ کې د هلال هډه وال کرنیزشرکت لخوا د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک ستروس بڼ لپاره د اړینو توکو مرسته وشوه.
د چارواکو په خبره په دغو مرستو کې ١٠ کارټنه د بوټو د تقویې درمل (مایکروایلیمنټ)، ۲۰ عدده د ښاخبرۍ وړې قیچي ګانې او ۵ عدده درمل شیندلو پمپونه شامل دي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال پروژه د ننګرهار او ( ختیځ زون ) لپاره ستره حیاتي او ارزښتمنه پروژه ده، که په ګډه ورته کار ووشي راتلونکي نسلونو ته يې ګټې ډېر دي.