د ننګرهار دکرنې رییس ددې ولایت د ګمرک رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, Jul 16 2023 1:56 PM
د ننګرهار دکرنې رییس ددې ولایت د ګمرک رییس سره وکتل

٢۵ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار ګمرک رییس حاجي ابرار سره د کتنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ د  صادراتو او وارداتو په هکله خبرې وکړې.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ګمرک رییس ته دنباتي او حیواني روغتیایي تصدیق په برخه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو له لورې ورکول کېږي د ګمرک کارکونکو همکاري اړینه وبلله .
په دې کتنه کې دغه راز د سبو او مېوو په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاوو برابرول،  د ګمرک او کرنې ریاستونو ترمنځ غوره همغږۍ،  د اموالو لیدل،  د تورخم د ځمکې انتقال او ګنو نورو مسایلو بحث او دنظرونو تبادله ترسره شوه.
د ننګرهارګمرک رییس حاجي ابرار دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS