د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو پلاوی د لوګر تخنیکي پلاوی سره وکتل

mail-admin
Sun, Jul 16 2023 9:04 AM
د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو پلاوی د لوګر تخنیکي پلاوی سره وکتل

د دولتی ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسیون د عدلیې وزرات د قضای امارت لوی رییس مولوی احسان الله وثیق، په مشرۍ د لوګر ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوی مشر او غړو سره دګډې ناستې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
یاده ناسته، چې د لوګر ولایت ښاروالۍ ریاست په مقام کې جوړه شوی وه د لوګر ولایت د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی مشر مولوی سیدامین هاشمي په ګډون یوولس کسیز پلاوی غړو هم پکې ګډون درلود.
د لوګر د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی رییس راغلي پلاوی ته د ښه راغلاست تر څنګ له هغوی سره د یاد ولایت تخنیکی پلاوی ستونزی، ننګونې اوغوښتنې شریکې کړې.
 راغلي پلاوی هم د خبرو په لړ کې د تخنیکي پلاوي کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې ستونزې او غوښتنې به یې د کمیسیون له مشرتابه سره شریکې کړې او همدا  راز یې د تخنیکي پلاوی د مالي لګښتونو او د غصب مخنیوی د غړو لپاره محافظین اړین وبلل او د حل ډاډ یې څرګند کړ.
باید وویل شي، چې د یادې ګډې ناستې موخه د تخنیکي پلاوي ستونزې او غوښتنې اوریدل او د دوسیو څېړل ښودل شوی دی.
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی په دغه ولایت کې د کړنو له پیل څخه تر اوسه زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ژغورلې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS