د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي لارښوونې له مخې د هېواد ټولې ځمکې د مرعي او څړځایونو په ګډون سروې کېږي

user-admin
Fri, Jul 14 2023 1:26 PM
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي لارښوونې له مخې د هېواد ټولې ځمکې د مرعي او څړځایونو په ګډون سروې کېږي


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي لارښوونې له مخې د هېواد ټولې ځمکې د مرعي او څړځایونو په ګډون سروې کېږي.
په دې غونډه کې، چې د ځمکو ادارې د رهبري په مشرۍ د دغه ادارې په مقام کې ترسره شوه؛ د تصفیې، کدستر، د ځمکې د معلوماتو د سیستم او د جیودیزۍ ریاستونو مسوولين  په کې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د ځمکو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د ریاستونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې د پلي کولو په موخه دې یوه جامع کړنلاره ترتيب کړي، چې د ځمکوالۍ ټول اړخونه پکې شامل وي.
همداراز د ځمکې ادارې لوی رییس د اړوندو څانګو له چارواکو وغوښتل، چې هره څانګه مکلفه ده تر څو خپل دوه تنه مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي د استازي په توګه د دغه کړنلارې د جوړولو او ښه تنظیم په موخه دې د ادارې مقام ته معرفي او همدارنګه د ریاستونو د استازو ترمنځ د ښه همغږۍ لپاره دې یو وتسپ ګروپ هم جوړ کړي.
د اړوندو څانګو مسوولینو د ځمکې د ادارې له مشرتابه څخه د مننه تر څنګ، د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS