د څه باندې ۵۰ وټرنرانو په فراغت غونډه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

mail-admin
Tue, Jul 11 2023 10:35 AM
د څه باندې ۵۰ وټرنرانو په فراغت غونډه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني  په کابل ښار کې د ۵۶ پارا وترنرانو (د حیواني روغتیا ډاکټرانو) د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
د دغو وترنرانو د فراغت په غونډه کې د ۱۵ ولایتونو د کرنې ریاستونو چارواکو هم ګډون کړی و او د مالدارۍ پر اهمیت او څارویو د روغتیا په اړه یې خبرې وکړې.
مولوی صدر اعظم عثمانی د مالدارۍ پر ارزښت، د څارویو د روغتیا او د وترنرانو د مسؤلیت په اړه خبرې وکړې او دې مهم سکتور ته د اسلامي امارت د مشرتابه او د کرنې وزارت پاملرنه مهم وبلل: «ځوانان د اقتصاد، کرنې، مالدارۍ او ټولو سکتورونو په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي، ځکه ځوانان انرژي او پوهه لري، تاسو د همدغو ځوانانو یوه برخه یاست، چې د خلکو خدمت کوي، زه تاسو ته دفراغت مبارکي وایم او ستاسو له ښوونکو څخه مننه کوم، هیله لرم چې تاسو به د دې هېواد د اقتصاد په لوړولو او د بزګرانو په خدمت کې ګټور ثابت شئ، موږ د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې څخه مننه کوو چې تاسو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړه. د افغانستان د څلویښت کلن جنګ ځپلي بیړۍ په متحدانه توګه خپل منزل ته رسول، وخت، زغم، رښتنۍ او روڼ کار ته اړتیا لري، چې د خپل هېواد په لرو پرتو سیمو کې د څارویو کلینیک جوړ او د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه وکړو د کرنې وزارت په خپل ټول توان ستاسو ملاتړ کوي، د مالدارۍ د پراختیا لپاره موږ به له هر ډول امکاناتو کار واخلو. هڅه وکړئ چې خپل کار په اخلاص او روڼتیا پرمخ ته یوسئ، لوی خدای (ج) موږ ټولو ته د بریالیتوب توفیق راکړي.»
دغه وټرنران د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ډاکټرانو او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ د شپږو میاشتو لپاره روزل شوي دي. د دغو کسانو روزنه د وټرنرانو د وړتیاوو لوړول او د مالدارانو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوې ده.
یاد وټرنران په عملي او نظري ډول روزل شوي او دوی په روغتیايي تجهیزاتو او ترانسپورتي وسایطو سمبال دي.
ددې برنامې روزل شوي کسان خپلو سیمو ته ځي او څاروي واکسینوي او د هر ډول ناروغۍ درملنه کوي. یاد پروګرام د ستاینلیکونو او د فراغت سندونو په وېشلو پای ته ورسېد.

اشتراک معین زراعت و مالداری در فراغت بیش از ۵۰ تن از وترنران
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در محفل فراغت ۵۶ تن از پاراوترنران (داکتران صحت حیوانی) در شهر کابل اشتراک نمود.
در محفل فراغت این وترنران مسوولان زراعت ۱۵ ولایت نیز اشتراک داشتند و در مورد اهمیت مالداری و صحت حیوانات صحبت گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی پیرامون ارزش مالداری، صحت حیوانات و مسوولیت داکتر وترنران صحبت نموده از توجه  رهبری امارت اسلامی و وزارت زراعت به این بخش مهم یاد کرد" جوانان در راستای انکشاف اقتصاد، زراعت، مالداری و همه بخش‌ها نقش اساسی دارند، چون جوانان دارای انرژی و دانش می‌باشند، یک بخشی از این جوانان شما هستین که به مردم خدمت می‌کنید، فراغت شما را مبارک باد می‌گویم و از استادان شما سپاسگزارم، امید دارم که در راستای بلند بردن اقتصاد این ملک و خدمت به مالداران مفید واقع شوید، از کمیته هالند برای افغانستان تشکری می‌کنیم که زمینه آموزش شما را مساعد ساخت، نیاز داریم متحدانه کشتی شکسته افغانستان را که در ۴۰ سال جنگ متضرر شده به منزل مقصود برسانیم، نیاز به زمان، حوصله و کار صادقانه و شفاف است، ضرورت است که در مناطق دور دست ملک خود کلینیک‌های حیوانی بسازیم و به مشکلات مالداران رسیدگی کنیم، وزارت زراعت با تمام توان در حمایت شما قرار دارد، از هر نوع فرصت برای انکشاف مالداری استفاده خواهیم کرد، کوشش کنید کارهای خویش را بر اساس اخلاص و شفافیت استوار سازید، الله"ج" به همه ما موفقیت نصیب می‌کند".
این وترنران مدت ۶ ماه از طرف داکتران صحت حیوانی وزارت زراعت و در همکاری کمیته هالند برای افغانستان آموزش دیده اند. آموزش این افراد به منظور ارتقای ظرفیت وترنران و رسیدگی به مشکلات مالداران صورت گرفته‌است.
 آموزش این اشخاص بصورت عملی و نظری بوده و با وسایل صحی وسایط حمل و نقل  نیز تجهیز شده‌اند. 
افراد آموزش دیده پس از این به مناطق شان رفته و حیوانات را واکسین و در صورت مصاب شدن به کدام بیماری درمان می‌کنند. این برنامه با توزیع تقدیر نامه و تصدیق‌نامه‌های فراغت پایان یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS