د ننګرهار د کرنې ریاست: دچرګانو د دانې تولیدي کارخونو څارنه او ارزونه وشوه 

mail-admin
Sun, Jul 09 2023 3:31 PM
د ننګرهار د کرنې ریاست: دچرګانو د دانې تولیدي کارخونو څارنه او ارزونه وشوه 

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د چرګانود دانې له تولیدي کارخونو څارنه او هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.
د ننګرها ردکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو  روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودې په مشرۍ ګډه کمیټه د چرګانو دانې تولیدې  کارخونو کې د داني د کیفیت،  کمیت، لابراتوار، بسته بندۍ او  خامو موادو له ګودامونو څخه لېدنه وکړه.
د غه راز د کمیټي له لورې د تولیدی کارخونو مسولینو ته د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د نورمونو او پالېسي مطابق داني تولید او په مناسب نرخ یې فارم لرونکو ته د ورکړي سپارښتنې وشوې، ترڅو فارم لرونکي وهڅول شي او په اقتصادي برخه کې تر یو برېده  لاسنېوي وشي.
داکتر بهسودي وویل ننګرهار کې ۱۸ تولیدي کارخونې د چرګانو دانه تولیدوي، له یادو تولیدي  کارخونو د ورځې په سلهاوو ټنه دانه تولیدیږي، چې د ختیځ زون سربېره د افغانستان نورو ولایتونو ته صادرېږي  .
همدارنګه په یادو کارخونو کې لسګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره  شوې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS