لغمان کې پر ٩٠ مېرمنو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه وېشل کېږي

mail-admin
Thu, Jul 06 2023 10:05 AM
لغمان کې پر ٩٠ مېرمنو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه وېشل کېږي

١٥ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ٩٠ مېرمنو د دوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابر ولو په پار د سبو او مېوو وچولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددغو مرستو وېش لړۍ دلغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی څخه پیل شوی دی.
ددې مرستې د وېش پرمهال د اکشن ایډ مؤسسې د زون مسوول عبدالله حلیمزی  د ذکرشوو ماشینونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې هغه زیاته  کړه  چې د سبو او مېوو د رفع حاصل پر وخت یې بیې ټیټ او بزګران نشي کولای چې د غوښتنې مطابق عواید ترلاسه کړي، چې وچول یې اسانه او معقوله لار ده. په همدی اساس مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت وشوو کولای د ۹۰ بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.  
ورپسې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د زون مسؤل خوشحال (اصفي) خپله وینا کې لغمان ولایت کې د روانو او راتلونکو فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. د فعالیتونو په تطبیق کې یې د کرنې ریاست له همکارۍ څخه مننه او د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. هغه ژمنه  وکړه، چې د لغمان غریبو ولسونو ستونزو او مشکلاتو ته به د امکان ترحده رسیده ګې کوي. 
د وینا په وروستی برخه کې د لغمان دکرنې ریاست په استازولۍ د کرنیزو چارو امر بریالي همدرد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او همکاري مؤسسې اکشن ایډ مسؤلینو ته د هرکلی ترڅنګ  د اکشن ایډ مؤسسې د ښې او پروخت همغږۍ، باکیفیته او شفاف کارونو له امله مننه او قدردانې وکړه، او بزګرانو ته یې هدایت وکړه چې د ماشینونو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي او هم یې ښه ساتنه او حفاظت وکړي. 
د یادونې وړ ده چې د سبو او مېوو وچونکو ماشینونو لپاره ١٨ نفره په علیشنګ، اتلس نفره قرغه یې، اتلس نفره الینګار، اتلس نفره مهترلام، او اتلس نفره بادپښ ولسوالۍ کې د همکاري مؤسسې او کرنې ریاست کارمندانو په مټ واردمخه سروي او انتخاب شویدي. چې د پلان مطابق به نورو ولسوالیو کې هم توزیع ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS