ننګرهار کرنې ریاست کې ادارې غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Jul 06 2023 9:52 AM
ننګرهار کرنې ریاست کې ادارې غونډه دائره شوه

د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد او مرستیال قاري فضل الرحمن صادق په مشرۍ د ننګرهار د کرنې ریاست اداري او نوبتي غونډه دائره شوه. 
په دغه غونډه کې د ریاست امرینو او لویو مدیرانو ګډون کړی وو،  په ترڅ کې یې په تېر مجلس کې سپارل شویو دندو اومسولیتونو په تړاو معلومات شریک شول او هغه چارې چې نه وې ترسره شوې په اړه یې اړونده مسولینو وضاحت وړاندې کړل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې دنبوي سنت،  سیرت او اسلامي شرعي احکامو په رڼا د کرنې ریاست اړوند امرینو او مدیرانو ته لازمي  سپارښتني وکړي .
دغه راز امریتونو او مدیریتونو کې د نظافت مراعتول، دامریتونو ضرورتونو، خصوصي سکتور، اتحادي ته دوترنري دتعمیرونو، د کرنې ریاست فعالیتونو ته انعکاس ورکولو، دحاضري پابندي، د کارکونکو ارزیابي، درونټي کبانو فارمونو په اجاره ورکولو، د کرنیزو ځمکو غصب مخنیوي او د ادارې د کارکوونکو له لورې  د سلسله مراتبو په مراعت او په اړونده برخو کې پر نورو مسایلو خبرې وکړې.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو خپل کړي فعالیتونه، راتلونکي پلانونه او ستونزې د حل په موخه شریکې  کړل، چې د کرنې رییس له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS