پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
Thu, Jun 22 2023 10:51 AM
پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په پکتیا ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخستلو لپاره ګرځنده تخنیکي پلاوی بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي.  په همدې موخه یاد پلاوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالی اړوند هیبت خېلو، هسکوې، پاینده خېلو او دولت خان سیمو ته د غصب او تصرفاتو مخنیوي او همدارنګه د نوموړې سیمې دقیق حدود، مساحت، نوعیت  کیفیت، سکېچ او کروکي اخیستو په پار سفر ترسره کړ او په یادو سیمو کې متصرفینو ته د املاکي څېړنو په پار استعلامونه ورکړل.
یاد پلاوي د هیبت خېلو راغه کې د متصرفینو د خپل سري تصرف مخنیوی وکړ او د متصرفینو تخنیکي وسایل او وسایط ضبط او اړونده حوزې ته وسپارل شول او د لسګونه جریبه مشکوک امارتي ملکیت د غصب مخنیوي وشو.
ورپسې ګرځنده تخنیکي پلاوي د هسکوې سیمه کې د کارېزونو او اوبو د سرچينو څخه لیدنه وکړه او د نوموړو سیمو دقیق کوردینات او نقاط یې واخیستل. ګرځنده تخنیکي پلاوي د خپل سفر په لړ کې د پاینده خېلو سیمه کې په سپینو ځمکو کې د تصرف مخنیوی وکړ او د يادې سیمې سکېچ او کروکي واخیستل او د سیمې خلک د تصرفاتو څخه منع شول.
په پای کې ګرځنده تخنیکي پلاوي د دولت خان سیمې ته سفر وکړ او په یاده سیمه کې د خوړ یا رود سیمه کې یې د نوي پیل شوي تصرف مخنیوی وکړ او د متصرفینو سره د املاکي تحقیقاتو په پار لومړنی لیدنه وشوه.
ګرځنده تخنیکي پلاوي د دقیقو املاکي څېړنو په موخه په پورته یادو سیمو کې متصرفینو ته استعلامونه ورکړل او د همدارنګه یې د ملکیت د اثبات د مدار حکم اسنادو غوښتنه وکړه او په يادو سیمو کې د املاکي څېړنو تر بشپړېدو او د ذیصلاح ارګانونو تر وروستي پرېکړې پورې هر ډول نوی تصرف بند شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS