کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 2:23 PM
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمود مظلوم لارښوونکې وینا ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، دکندهار ولایت مقام د املاکو د مدیریت د راغلي پیشنهاد پر اساس د کندهار ولایت د افغاني ساختماني تصدې د ۸۶ جریبه ځمکي غصب چي په  دامان او سپین بولدک ولسوالیو کي موقعیت لري. دغه راز د باریداد د عریضې اړوند یاد شخص د پنچوایی ولسوالی د صالحانو په سیمه کي دولتي ځمکه غصب کړې ده اوس د یادې ځمکې دعاوه کوي، همداراز د محمد سلیمان او محمد شاه اړوند موضوع چي د ارغنداب ولسوالی د املاکو د مدیریت دمعلوماتو پر اساس شخصي ده خو یاده ځمکه بیا د کدستر په اسنادو کي امارتي دولتي ځمکه ده او ترڅنګ یې د حاجي شیراحمد او محمد ظاهر د ژړۍ ولسوالی په دښت کي چې ۷ جریبه دولتي ځمکه غصب کړی دی، خبرې اترې وشوه.  
دغه راز  یادې غونډې ته د کوچیانو مشران او ملکان هم را غوښتل شوي و د کوچیانو ملکانو ته یو ځل بیا هم د غصب په هکله معلومات ورکړل شول د کوچیانو ملکانو دا وعده وکړل، چې نور به پر دولتي ځمکو باندي تصرفات نه کوي او نورو کوچیانو ته به هم د اعمار اجازه نه ورکوي. 
په غونډه کي پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS