د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې پلاوی د سرحدونو او قبایلو چارو رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, Jun 11 2023 11:25 AM
د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې پلاوی د سرحدونو او قبایلو چارو رییس سره وکتل

د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو تخنیکي کمېټې پلاوی ددې ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رییس سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې  د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو تخنیکي کمېټې پلاوی رییس مولوی محمود مظلوم او د تخنیکي پلاوي غړي شتون درلود.
د دې لیدنې موخه د کندهار ښار د پنځمې ناحیې او د دامان ولسوالی ترمنځ د ګچ خانو سیمه وه، چې کوچیانو پر خپل سر  پر دغه  ځمکه باندې ودانیزې چارې ترسره کړي ؤ.
په دې ناسته کې د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو تخنیکي کمېټې پلاوی رییس مولوی محمود مظلوم د سرحدونو او قبایلو چارو رییس او د کوچیانو ملکانو ته د یادې ځمکه په هکله پوره معلومات وکړل، مولوي مظلوم وویل: زیاده ځمکه امارتي ( دولتي) ځمکه ده او هیڅوک حق نه لري، چې په یاده ځمکه کي ودانیزې او یا نورو کارونه ترسره کړي.
 مولوي مظلوم د کوچیانو ملکانو ته وویل په یاده ځمکه کي مو چې کوم کارونه ترسره کړی دي پر خپله خوښه یي ونړوي او له منځه یي یوسئ. 
په دې لیدنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو رییس د کندهار د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو تخنیکي کمېټې پلاوی کارونه وستایل او د پوره همکاریو ژمنه یي وکړه. 
د یادولو وړ ده چي د کوچیانو ملکانو هم ژمنه وکړل چې په یاده ځمکه کې یې خود سرانه کارونه ترسره کړي دي له منځه به یې وړي او نوی کارونه به نه ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS