د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
Sat, Jun 10 2023 2:23 PM
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي غونډه

د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه کاري غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه، چې د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې جوړه شوې وه پکې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د پکتیا نوی ښاروال د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوي رییس مولوي عبدالرؤف سعید لخوا تخنیکي پلاوی ته وروپېژندل شو او همدارنګه نوي ښاروال ته د تخنیکي پلاوی د مقررې مطابق د تخنیکي پلاوی د صلاحیتونو او مسؤلیتونو اړوند معلومات ورکړل شول.
د تخنیکي پلاوی سکرتر مولوي عبدالجلیل شاکر د تېرې اوونۍ د کاري پلان مطابق د ترسره شویو اجرااتو او تر لاسه شوو پایلو اړوند معلومات او راپور وړاندې کړ.
ورپسې تخنیکي پلاوي د زعفران خېلو قوم استازو سره ددوی د متصرفه ځمکې اړوند د لمړنیو املاکي تحقیقاتو په پار لیدنه وکړه او همدارنګه د زرمت ولسوالی اړوند قومونو استازو ته د املاکي څېړنو اړوند استعلامونه ورکړل شول.
همدارنګه تخنیکي پلاوی هغه اسناد چې د تېرو املاکي څېړنو په لړ کې وړاندې شوي وو مطالعه کړل او همدارنګه د تخنیکي پلاوی په عنوان رارسېدلي مکتوبونه او عرایض د کتنې ورسته احکام شول او په راتلونکي کې به تر اجرااتو لاندې ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS