خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
 
              خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عارضینو پر دوسیو د خبرو اترو ترڅنګ له یوشمېر کسانو سره د دوی د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
دغه زار یاد ټیم د خوست والي د هدایت په اساس د خوست مرکز اړوند د چې خوړې سیمې ته لاړ،  چې هلته یې په سیمه کې نږدې ۱۵ کورنه تخریب او امارتي املاک د خلکو د غصب څخه وژغورل، ذکرشوي کورونه د خبرداري باوجود د دویم ځل لپاره د خلکو لخوا جوړ شوي ول.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
