د ننګرهار کانال رییس: د کانال ځمکو غصب کوونکو سره قانوني چلند کېږي

mail-admin
Mon, May 29 2023 11:17 AM
د ننګرهار کانال رییس: د کانال ځمکو غصب کوونکو سره قانوني چلند کېږي

۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد کانال اړوند د نهرسراج «ځنګل بڼ او سرخ آب» سیمو کې په خپل سر او غیر قانوني بڼه جوړ شویو ۵۹ کورونو او کار وباري سیمو سره به قانوني چلند ووشي.
 د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «د ننګرهارکانال شرکت په ځمکه د نهر سراج ( سره رود دولاري نه پېل تر ځنګل باغ او سرخ اب پله پورې) چې شاوخوا دوه نیم کیلومتره سیمه په برکې نېسې او په دې ځمکه ۵۹ کورونه او کاروباري سیمې جوړ شوي او یاده ځمکه يې پخپلسر تصرف کړی، ورسره به قانوني چلند ترسره شي.»
ښاغلی کظیم وویل: «د کانال نقشه د کانال لپآره ارزښتمن سند دی، په دې نقشه کې د کانال ملکیتونه او سیمې معلومې دي، نو هر چا چې د کانال ملکیت پخپل سر تصرف کړې وي ورسره سم به قانوني چلند ترسره شي، همدارنګه مونږ د کانال اړوندو ځمکو کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو په پار هلې ځلې کړندۍ کېږي.»
د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې دیاد ریاست د املاکو امریت، ساختمان امریت، حفظ اومراقبت امریت او د اړونده فارم د استازي په ګډون د غصب او خپلسریو مخنیوی په موخه يې یوه ګده کمېټه جوړه کړې، چې د کانال په ځمکو د خپلسریو او غصب محنېوی وکړي او راپور له دوی سره شریک کړي. 
د ویلو ده چې د ننګرهارکانال شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه ځمکه غصب ده او له ډیره ښه مرغه  په تېرشاوخوا یوه کال کې کابو ۱۵۰۰ جریبه د کانال ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوې، چې اوس پرې بېلابېل رغنیز او نورې پروژې او کرنیز کارونه روان دي .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS