پکتیا کې ۴۰ تنو ځنګل میشتو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
Sat, May 27 2023 10:11 AM
پکتیا کې ۴۰ تنو ځنګل میشتو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، چې د دغو هلو ځلو په دوام  د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالی اړوند د غونځۍ کلي ځنګل میشتو اوسیدونکو ته د ځنګل ګټو، ارزښت او ساتلو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو.
د پکتیا ولایت کرنی، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د میرزکې ولسوالی د ترویج عمومي مدیریت لخوا د غونځۍ کلي د ځنګلي سیمو ۴۰ تنو اوسیدونکو ته د ځنګلاتو ګټو، ارزښت، د تخریب مخنیوي او د ځنګل بیارغولو په هکله د ځنګلاتو قانون، طرحو، علمي او مسلکي معلومات ورکړل شول.
همدارنګه د ځنګل میشتو اوسیدونکو مسؤلیتونه د ځنګل ساتلو په موخه هم بیان شول او د غونځۍ کلي اوسیدونکو د ځنګل ساتونکي هم معلوم کړل.
ددې پروګرام موخه په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا ښودل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS