د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, May 23 2023 3:46 PM
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه کاري غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې جوړه شوې وه پکې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی غړو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوي سرپرست  رییس مولوي محمد محمدي غونډې ته د پیل وینا واوروله او همدارنګه یې د تېرې اوونۍ د کاري پلان مطابق د ترسره شویو اجرااتو او تر لاسه شویو پایلو اړوند معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د تخنیکي پلاوي غړو په نوبتي ډول د تېرې اوونۍ د ترسره شویو اجرااتو او په راتلونکې اوونۍ کې د تخنیکي پلاوي د چارو د لاښه والي اړوند خپل نظرونه شریک کړل.
په دې غونډه کې دغه راز د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي ګرځنده ټیم کې به د تخنیکي هیئت ټول غړي په نوبتي ډول ګډون کوي او سفرونه به ترسره کوي. په همدې توګه  د تخنیکي پلاوي کوم غړي، چې د ګرځنده پلاوي سره د تخنیکي پلاوي د رسمي غونډو په ورځ په سفرونو کې برخه اخلي په رسمي غونډو کې به حاضر حسابېږي. د ستونزمنو موضوعاتو د حل په پار د مرکزي کمیسیون د غړو سره لیدل، محاکم باید دوسیې د امارت د قضایاوو آمریت په عنوان راولېږي، نه د تخنیکي پلاوي په عنوان. 
د غونډې په ورستیو شیبو کې تخنیکي پلاوي د رباط چوڼۍ، دولت زیو، د تېرې نیام خېلو، حلیم کلا او حبیب الله د خلکو سره ولیدل او د نویو تصرفاتو څخه په کلکله منع شول. د تخنیکي هیئت غړو ډاډ ورکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقررې او د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې به د مشکوکو امارتي ملکیتونو اړوند املاکي تحقیقات ترسره کوي تر څو امارتي ځمکې له شخصي ځمکو سره تفکیک شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS