د هلمند سنګین کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
Sun, May 14 2023 9:21 AM
د هلمند سنګین کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DCA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سنګین ولسوالی له ۱۸۰ مالدارانو و کوچیانوسره د حیواني درملو او د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۱۸۰ مالدارانو او کوچیانو هر یوه ته حیواني درمل او ترڅنګ یې د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار هر یوه ته ۳۴۳۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا د همدې ولسوالی په ګډون د نورو  ولسوالیو ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS