لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې دوه څلوېښتمه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, May 13 2023 10:21 AM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې دوه څلوېښتمه غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله دوه څلوېښتمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د زرغونډۍ په نوم تاریخي ابدې ځمکه چې دهزیارت سیمې اوسیدونکو له لوري غصب شوې او کورونه په کې جوړ شوي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي په شتون کې پرې بحث ترسره شوه، دتخنیکي پلاوی له لوري  په دې اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي ته لارښوونه وشوه چې ترڅو په یاد ملکیت کې دمتصرفو اشخاصو نوملړ، د کورونو نوعیت او حدود اربعه معلومه او د مرکزي کمېسیون په معیاري فورم کې درج او تخنیکي پلاوی ته وسپاري.
 په ورته مهال د محمد عالم او نبي سرور ترمنځ د منازعې دحل لپاره ګډ پلاوی له مستوفیت ، ښاروالۍ، ښارجوړونې او عدلیې ریاستونو څخه استازي وټاکل شول، چې ترڅو  دمرکز اړوند شرقي شهرنو په سیمه کې د نوموړو اشخاصو ترمنځ  دپارک او رهایشي نمرې په سر دمنازعې لپاره مدعابها تثبیت او تشخیص کړي او راپور یې تخنیکي پلاوی ته وړاندې کړي.
د بحث او تصمیم نیونې څخه وروسته تخنیکي پلاوی قرغیو ولسوالی ته سفر وکړ ددې سفر په ترڅ کې یې لمړی دسرخکانو په سیمه کې د حاجي ابرار  د لوړپوړو او شنې سیمې ځمکه تثبیت کړه او حاجي ابرار نومي ته تخنیکي پلاوی لارښوونه وکړه چې د ښارجوړونې ریاست د نقشي، د حق الزحمې له درکه باقیات بانک ته تحویل او دبلند منزلو ابادي شروع کړي. 
تر دې وروسته تخنیکي پلاوی د سرخکانو او کاکڅ سېمو ته لاړل او هلته یې د سرخکانو د 175 جریبه امارتي کرنیزې ځمکې او د کاکڅ 280.12 جریبه امارتي کرنیزې ځمکې متصرف اشخاص را وغوښتل او له هغوي څخه یې د یادې ځمکې په تړاو د قانوني اسنادو غوښتنه وکړه.

باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS