مېرمنو لپاره دکارموندنې هڅې: لغمان کې پر لسو مېرمنو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Wed, May 10 2023 3:33 PM
مېرمنو لپاره دکارموندنې هڅې: لغمان کې پر لسو مېرمنو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د (SARCDO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغه یو ولسوالی پر ۱۰ ښځینه بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه وېشلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان د کرنیزو چارو آمر بریالی همدرد وویل: «له مرستندوی مؤسسې څخه مننه کوم، چې لغمان کې یې اغیزمنې پروژې پلي کړي دي او راتلونکې کې هم د لا زیاتو مرستو هیله ترې کوو.په ختیځ زون کې د حاصلاتو د رسیدنې په وخت کې د نرخونو ټیټوالۍ او هوا ګرموالۍ بزګرانو ته ستونزې او مشکلات ایجادوي، چې له امله یې په اقتصادي لحاظ زیانمن کېږي، بزګران د خپلو محصولاتو د ساتنی لپاره مناسب ځایونه نلري، عین وخت کې سبزیجاتو او میوه جاتو د ساتنی توان هم کم ده، چې وچول یې بهترینه اسانه او ارزانه لاره ده.» 
 د یادونې وړ ده، چې د همکارو مؤسسو له لارې قرغه یې ولسوالی کې د بزګرانو درې ټولنې جوړې شوي دي، چې ټولټال ۱۵۰ بزګران پکې غړیتوب لري، هره ټولنه ۵۰ غړي لري، چې وار دمخه ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، یوریا، ډی.ای. پي سره، بزګري وسایل، د غنمو ساتني لپاره کندو، د غنمو لو کولو اته ماشینونه وېشل شوي .
د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي، چې دکرنې وزارت اوهمکارو مؤسو په همکارۍ په دې ولایت کې اغېزناکې پروژې پلي  کړي، ترڅو د کرنیزو محصولاتو په کمیت او کیفیت کې زیاتوالۍ رامنځ ته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS