د لوګر دکرنې ریاست: د شهیدانو غونډۍ کې د درېوو پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, May 09 2023 3:24 PM
د لوګر دکرنې ریاست: د شهیدانو غونډۍ کې د درېوو پروژو چارې پیل شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت مرکز پل علم ته څېرمه شهیدانو غونډۍ کې دنیالګیو دخړوبولو په پاردڅاه کېندلو،اوبوزېرمه کولو حوض اودمحافظینو خونې دجوړولو چارې نن رسماً د چارواکو په حضور کې پیل شوې.
ددغو پروژو د پلي کولو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۶۵ زره افغانۍ ده، چې د بشري قواوو د پراختیا ادارې په همکارۍ پلي کېږي.
 په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر د کرنې اومالدارۍ رییس په داسې حال کې چې د 
کرنیزچوپړونو آمر او دبشري قواو د پراختیا ادارې ولایتي چارواکو هم شتون درلود.
بایدوویل، شي یادې پروژې چې مالي لګښت یې دکرنې ریاست د غنمو په بدل کې دکاراو بشري قواو دپراختیا ادارې له لوري ورکول کېږي، چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ا.ا.ا له راتګ سره سم د لوګر ولایت مقام، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات چارواکو اودکرنې ریاست مسؤولینو له لوري یاده تپه د شهیدانو تپې په نوم ونومول شوه او دنیال کرلو چارې په کې پیل شوي، چی تراوسه پرې ۹۰۰۰بېلا بېل زینتي او مېوه لرونکي بوټي کرلي دي، چې لاهم دوام لري.
ددې پروژې موخه یې دلوګر ولایت اوسیدونکو ته د تفریح ځای او بې وزلو خلکوته دکار کولوزمینه برابرول ښودل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS