بلخ ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

mail-admin
Tue, May 09 2023 8:55 AM
بلخ ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوی د بلخ ولایت د مالدارانو او بزګرانو د ستونزو هوارولو او دکرنې عمومي وضعیت د ارزونې په پار بلخ ولایت ته سفر کړی دی.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په لړ کې د بلخ په ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د شمال ختیځ زون مسوول ضیا آریا سره د بلخ په ولایت کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مسوول د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د یادې ادارې د فعالیتونو په هلکه دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او د څارویو د پوستکي ناروغۍ د واکسینو د کمپاین د پلي کولو، د ملخانو آفت د مخنیوي کمپاین او د اصلاح شویو تخمونو دوېش په برخه کې پر خپلو هلو ځلو خبرې وکړې.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) دفتر څخه چې په شمال زون کې شتون لري، خوښي څرګنده او په شمال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې د همکاریو د دوام غوښتونکی شو.
د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د بلخ دکرنې رییس مولوی شمس الله خالد او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت ددې سفر په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوي.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت بلخ 
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت، آبیاری و مالداری  وزارت زراعت و هیئت همراه شان جهت بررسی وضعیت کلی زراعت و حل مشکلات دهقانان و مالداران به ولایت بلخ سفر کردند.
معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت بلخ با  ضیا آریا مسوول زون شمال شرق سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد در ولایت بلخ دیدار کردند.
در این دیدار مسوول زون شمال شرق سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد در مورد فعالیت‌های سازمان متذکره در سکتور زراعت و مالداری  به معین زراعت و مالداری معلومات داده و از تلاش‌های شان به منظور تطبیق واکسین بیماری جلدی حیوانات، کمپاین جلوگیری از آفات ملخ و توزیع تخم های اصلاح شده برای دهقانان سخن زد.
معین زراعت و مالداری از دفتر سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد که در زون شمال موقعیت دارد اظهار خرسندی کرده و خواهان ادامه همکاری سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد در شمال شد.
در جریان این سفر معین زراعت و مالداری را  مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی شمس الدین خالد رئیس زراعت  بلخ و  مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالدرای همراهی می‌کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS