ننګرهار کې د څارویو د مسلخونو او قصابانو د څارنې په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه 

mail-admin
Sun, May 07 2023 10:48 AM
ننګرهار کې د څارویو د مسلخونو او قصابانو د څارنې په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه 

۱۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد  د خپل کار په دفتر کې د ښاروالۍ ریاست یو شمېر چارواکو سره په ښار کې د څآرویو د مسلخونو او قصابانو څخه د څارنې او نظارت په موخه ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د ښاریانو د روغتیا د تامین پخاطر پرېکړه وشوه، چې د ننګرهار د کرنې ریاست د حیوانې محصولاتو مسؤل د ښاروالۍ د مسؤلینو سره یو ځای هره ورځ مسلخونه او د قصابانو حلاله معاینه او بیا د پلور اجازه ورکړي. 
ورته مهال د ښاروالۍ د ښارې املاکاتو د تثبیت په برخه کې د کرنې ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وشوه، چې د ننګرهار دکرنې رییس لخوا ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ شو.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS