ننګرهار کې کروندګرو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Sat, May 06 2023 2:07 PM
ننګرهار کې کروندګرو ته روزنه ورکړل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوندو کروندګرو ته د غنمو قطاري کښت په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
د چپرهار ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مسؤلینو له لورې د یادې ولسوالۍ د حافظانو اخوند په کلي کې لسګونو کروندګرو ته د غنمو د قطاري کښت، ننداریزو کروندو کې دغنمو قطاری کرنې لاښه ترویج  او د نوي ټکنالوژۍ کارونې او همدارنګه د قطاري او شیندنې کرنې پر توپیرونو،  ارزښت،  ښیګڼو، کرنیزو عملیو، اوبولګولو،  هرزه بوټو کنټرول او حاصل ټولولو په اړه تفصیلي مالومات ورکړل شول.
همدا رازد کرنیزو خدمتونو مسولینو له لوري بزګران دیته وهڅول شول ترڅو په راتلونکي کې غنم د قطار په بڼه وکري او د ډیر حاصل ترڅنګ وکولې شي د خوړو خوندیتوب رامنځته او د غلو دانو په برخه کې پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شی . 
په یاده ولسوالۍ کې د کرنې ریاست په همکارۍ د ترکیې هیواد په مالي لګښت د غنمو دوه ننداریزي کروندې کرل شوي،  چي بزګران تري خوښ دي او تمه ده ډیر حاصل به ترلاسه کړي.
دیادونې وړ ده چې د چپرهار ولسوالۍ  بزګرانو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به غنم د قطار په بڼه و کري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS