پکتیا کې پر ۴۰ کسانو د حفظ الصحې توکي ووېشل شو

mail-admin
Wed, Apr 12 2023 10:09 AM
پکتیا کې پر ۴۰ کسانو د حفظ الصحې توکي ووېشل شو

۲۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت مرکز کې پر ۴۰ تنو قصابانو، سبو پلورونکو او قنادیانو د حفظ الصحې توکي وېشلي دي.
په وېشل شویو توکو کې «ډیټول صابون، ماسک، د لاس مینځلو مایع، سنټایزر او دستکشې» شامل دي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، دطبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا، د افغانستان لپاره د هالند کمیټی استازو، قصابانو، سبو پلورونکو  او قنادیانو ګډون درلود.
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ییس  مولوی عبدالرؤف سعید ګډونوالو ته د حفظ الصحې په برخه کې هر اړخیزه معلومات واورول او زیاته یې کړه، چې د ورځې په جریان کې لږ تر لږه ۲ ثانیو لپاره خپل لاسونه په مکرر ډول په صابون او اوبو سره ومینځئ، او یا  د لاسونو الکولي ضد عفوني کوونکو څخه کار واخلئ، د پوزې، خولې او سترګو سره د نامینځل شوې لاسونو له تماس څخه مخنیوی وکړئ، د کار په سیمه کې، چې خلکو سره مخ کیږئ باید ماسک واغوندئ.
په همدې حال کې له دغو مرستو برخمن شوي کسان  د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مادارۍ ریاست له دوامداره هکاریو څخه مننه وکړه او د کرنې ریاست کړنی یی وستایل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS