د بغلان مرکز پلخمري کې د حيواني درملو د پلورنځيو څارنه وشوه
۱۶ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ کارکوونکو ددې ولايت مرکز پلخمري کې د حيواني د پلورنځيو څارنه وکړه.
د دې څارتې په ترڅ کې تر وخت تېر او بې کیفیته درمل راټول او په ترتيب سره د یادو درملتونونو مالکانو ته په معیاري شکل لارښونې وشوې.
د یاد پلاوي لخوا هغه شمېر دوا پلورونکيو ته چې مسلکي وړتیا نلري ددرملو له پلور، د ناروغيو تشخیص، وقايې او په دې برخه کې له هر ډول کار او فعالیت کولو څخه منع کېږي
ددې څارنې موخه د حيواني درملتونونو معياري کول او مالدارانو ته ته باکيفيته خدمات وړاندې کول دي.
