د لغمان مرکز مهترلام کې د بزګرانو شپږ ټولنې جوړې شوي دي

mail-admin
Tue, Mar 28 2023 10:05 AM
د لغمان مرکز مهترلام کې د بزګرانو شپږ ټولنې جوړې شوي دي

۸ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز مهترلام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د کارونو د تنظیم په موخه د بزګرانو شپږ ټولنې جوړې شوي دي، چې په کې ۱۲۰۰ بزګران تنظیم شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د دې ولایت د مرکز مهترلام د « نیلاواټ، پهلوان بابا، بصرام، کټل، کچور او هرمل» کلیو کې د بزګرانو ټولنې جوړې شوي دي، چې ۱۲۰۰ بزګران چې له دې ډلې ۳۰۰ یې ښځینه بزګران دې په کې تنظیم شوي دي.
د چارواکو په خبره ددغو بزګرانو د هڅونې او د دوی  د ملاتړ په پآر د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې په همکارۍ پر ۴۸۰ بزګرانو د درمل شیندنې یو یو ۲۰ لیټره پمپ وېشل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې ددغو ټولنو له نورو غړو سره هم یاد مؤسسه مرستې او همکارۍ کړي دي.
د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ د مؤثرو او اغېزناکو پروژو د تطبیق له لیارې ترسره کړي، ترڅو یې په اقتصاد او ژوند کې بدلون رامنځ ته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS