د هلمند ګرشک ولسوالی کې لسګونه تر وخت تېر او بریډر چرګان له منځه یوړل شول

mail-admin
Mon, Mar 13 2023 12:56 PM
د هلمند ګرشک ولسوالی کې لسګونه تر وخت تېر او بریډر چرګان له منځه یوړل شول

۲۲ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا هلمند کې د ممنوعه چرګانو د پلور مخنیوئ په دوام ګرشک ولسوالی کې لسګونه چرګان تر تشخیص او تثبیت وروسته له منځه یوړل شول 
په یاده ولسوالی کې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، امنیې قوماندانۍ، کرنې ریاست او ښاروالۍ استازي شامل دي له بېلابېلو سیمو څخه تر لیدنو او ارزونو وروسته تر وخت تېر او بریډر چرګان را ټول شول. 
یاد چرګان چې په فني او مسلکي لحاظ یې غوښې د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي  او له ګاونډيو هېوادونو څخه هلمند ته په قاچاقي ډول واردېږي ونیول شول او له حلالولو وروسته تر خاورو لاندې شول .
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه پروسه به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې په دوامداره ډول روانه وي تر څو د غیر قانوني وارداتو  راتلونکو احتمالي صحي خطرونو مخه ونیول شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS