ننګرهار کې په  ۱۰۰ بېوزله او کونډو مېرمنو وزې ووېشل شول

mail-admin
Sun, Mar 12 2023 3:46 PM
ننګرهار کې په  ۱۰۰ بېوزله او کونډو مېرمنو وزې ووېشل شول

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۱۰۰ کونډو او بېوزله ښځو ۲۰۰ وزې او د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وویل، چې ددې ولایت پر ۱۰۰ بېوزله او کنډو مېرمنو پر هرې مېرمنې دوه وزې او ترڅنګ یې ۵۰ کیلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي، چې ټولیز لګښت یې پنځه میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ ده.
ښاغلی صادق وویل، چې د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د همکارو مؤسسو په مرسته داسې نورې مرستې راجلب کړي او د لغمان ولایت بېوزله او اړمنو وګړو ته ورسوي.
ددې مرستې موخه د مالدارۍ سکټور پراختیا او په ټوله کې د بېوزله مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS