اروزګان کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۱۵ کب ۱۴۰۱ه.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست اړوند د سبو او نباتاتو ساتنې تخنیکي او مسلکي ټیم ددې ولایت د مرکز ترینکوټ په سرشخلي سیمه کې کروندګرو ته د بڼونو او غنمو د ناروغیو په هکله روزنه ورکړی دی.
له دې برنامې څخه برخمن شوي بزګران خوښ، چې دوی داسې روزنیزې برنامې په لاره اچول کېږي دوی وویل: «داسې روزنیزې برنامې بزګرانو ته ډېر ګټور تمامېږي او د دوی د حاصلاتو په زیاتوالی او عوایدو په لوړولو کې ډېر زیات رول لري.»
د اروزګان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د دې ولایت د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچه لوړ او د دوی د حاصلاتو او عوایدو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.
