د کرنې وزارت د مشرتابه او رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه پای ته ورسېد 

mail-admin
Mon, Mar 06 2023 10:38 AM
د کرنې وزارت د مشرتابه او رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه پای ته ورسېد 

۱۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چارو کې د لاښه همغږۍ او د انسجام د پیاوړتیا په پار دکرنې وزارت د مشرتابه او ددې وزارت د مرکزي او ولایتي  رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه د ولایتي رییسانو د وړاندیزونو او نظرونو تر شریکولو او دکرنې وزارت د رهبرۍ تر سپارښتنو وروسته پای ته ورسېد.
ددې پروګرام په پای غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري وویل: «هیله لرم، چې دا برنامه مثمریت ولري او په ولایتونو کې یې پلي کول ستاسو پر غاړه ده، دا یو مثبت ګام دی او موږ غواړو چې له دې برنامې څخه غوره ګټه پورته شي او تاسو په خپلو ولایتونو کې د خپلو چارو په پلي کولو کې ترې ګټه واخلئ.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په ولایتونو کې د ستونزو او ننګونو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په ولایتونو کې ډېرې ستونزې شتون لري، چې باید حل شي، چارې باید په سمه توګه پر مخ ولاړ شي، او د ملت پر وړاندې باید ځواب ورکوونکي وسو، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول یوه اړینه چاره ده، چې دولت (بیت المال) ته وسپارل شي.»
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د ځمکو چارو ادارې رییس مولوی عبدالرحمن رحماني او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې رییسانو شتون درلود.
دا مشورتې ناسته د دوو ورځو لپاره دائره شوې وه، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په موخه د ولایتونو دکرنې رییسان دکرنې وزارت له مشرتابه سره خپل نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې شریکې کړل، ترڅو دکرنې د ودې او پراختیا په برخه کې ګټور تمام شي.

نشست مشورتی و هماهنگی رهبری و روساء وزارت زراعت پایان یافت
نشست مشورتی و هماهنگی رهبری، روساء مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شریک سازی پیشنهادات و نظریات رئسای ولایتی و هدایات رهنمودی رهبری وزارت زراعت خاتمه یافت.
در این نشست رهبری وزارت زراعت هدف راه‌اندازی این نشست بیان داشته و از رییسان ولایت خواسته است تا مسوولیت خود را به وجه احسن انجام دهند.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در اخیر این برنامه گفت:« امیدوار هستیم این برنامه مثمریت خود را داشته باشد و تطبیق آن در ولایات به دوش شما است، این یک گام مثبت است ما می‌خواهیم که از این برنامه برداشت خوبی داشته باشید و در ولایت ها در امور کاری تان تطبیق نمایید.
در همین حال مولوی فضل الباری فضلی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت راجع به چالش ها و مشکلات در ولایت سخن گفته افزود:« در ولایات مشکلات زیادی وجود دارد که باید حل گردد، امور کاری به وجه خوب پیش برود و پاسخ گو در مقابل ملت باشیم، استرداد زمین های غصب شده یک امر ضروری است که به دولت (بیت المال) سپرده شود".
در این نشست مولوی عطاءلله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری، مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالرحمان رحمانی سرپرست اداره اراضی و روساء و آمران ۳۴ ولایت کشور حضور داشتند.
این نشست مشورتی برای دو روز راه‌اندازی شده بود و روساء ولایات طر‌ح‌ها، نظریات، پیشنهادت و نیازمندی‌های خویش را در راستای انکشاف زراعت و مالداری با رهبری وزارت شریک ساختند تا در رشد و انکشاف زراعت مفید باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS