ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د ۲۲ ولسوالیو اړوندو چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
Sat, Mar 04 2023 9:45 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د ۲۲ ولسوالیو اړوندو چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
‏‎ ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي دیاد پلاوي رییس او د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو امنیه قومندانانو، حج اوقاف، څارنوالۍ، کرنې، عشر او زکات او اراضي اداې چارواکو سره غونډه وکړه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې ادارې او د تخنیکې پلاوی رییس مولوی عبدالستار محمد د 22 ولسوالیو څخه راغلی مسولینو ته وویل: « د هیواد زیربناوې او عامه شتمنې د مافیاو او زورواکو لخوا غصب شوي او په خلکو خرڅې شوی دي اسلامې امارت مشر تابه د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو استرداد ته د هېواد په کچه ځانګړې پاملرنه کړې او د غصب شوو ځمکو د استراداد لپاره یې یو ځانګړې مقرره چې په ۴ فصلونو او ۲۱ مادو کې ده منظور کړی چې ددی مقررې په اساس د غصب شویو ځمکو په وړاندې په ټول هیواد کې یو شان اجرات کېږي.
 ښاغلی محمد وویل، داچې غصب یو شومه پدیده او د هغې په وړاندې اقدام د ټولنې د هر فرد وجیبه ده او د ننګرهار ولایت په کچه په زیاته اندازه  امارتي ملکیتونه غصب شوي دي. 
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ننګرهار ولایت تخنیکې پلاوی لازم وګڼل چې د کارونو د ښه پرمخ بیولو لپاره په ولسوالیو کې د امنیه قومندانانو په مشرې اراضی، څارنوالۍ، عشراو زکات، حج اوقاف، زراعت مسؤلین به پکې شامل وي د غصب د مخنیوی لپاره یو کميټه جوړه کړې او په ولسوالیو کې به امارتي ځمکو کې هیچاته د کار اجازه ورنکړې، او د هری ولسوالۍ د غصب د مخنیوی کمیټه د غصب پوری اړوند موضوعات د غاصبینونو د هویت او د ځمکې اندازه جریبی او حدوداتو معلوماتو څخه دی وروسته موضوع د قضایای امارت ته واستوی ترڅو د تخنیکې پلاوی لخوا د مقرری او لایحې مطابق اجرات وشي.
وروسته بیا د ننګرهار د عدلیې رییس شیخ مولوی فاتح الله فاتح او دتخنیکي پلاوي غړی لخوا د امیر المومنین شیخ الحدیث و القران مولوی هیبت الله اخند حفظه الله  فرمان او د غصب د مخنیوی مقرره چې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د استرداد په هکله ده، د یادو ولسوالیو مسولینو ته تشریح شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS