لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی ۲۷ مه غونډه

user-admin
Thu, Mar 02 2023 1:21 PM
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی ۲۷ مه غونډه


۱۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله ۲۷ مه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه. مولوي محمد ولي محسن لوویل، چې کومې  پلانې سیکې او رسمي ښارګوټي چې دغاصبینو له لوري غصب شوي دي باید د دې ملکیتونو د بېرته راګرځولو لپاره خپلې هڅې لا پسې کړندۍ کړو ځکه چې یاد مسولیت عملي کول زموږ لپاره له مهمو دندو څخه ده.
په ورته مهال دتخنیکي پلاوی مسؤلینو دبدیع الزمان، سمیع الله او سیدعلي د لوړپوړو ودانیو دغصب شوې ځمکې له غاصبینو سره وکتل په دې کتنه کې تخنیکي  پلاوی د ځمکې تصرف کوونکو اشخاصو څخه په رسمي بڼه په استعلام کې دځمکې په تړاو اړینې پوښتنې وکړې اوهمداراز  تخنیکي پلاوی دبلن دمنزلو دځمکې له نوموړومالکانو څخه دځمکې په تړاو د قانوني اسنادوغوښتنه وکړه، چې په ترڅ کې د بلند منزلو له مالکانو له لوري تخنیکي پلاوی ته ټول اړین اسناد وړاندې شول.
دغه راز د تخنیکي ټیم مسؤلینو دعلینګار ولسوالی پورې اړوند د پړوایي سیمې د۱۱۲ جریبه اجاره شوې امارتي ځمکې له څو تنو دعوه لرونکو اشخاصو سره وکتل، چې په دې کتنه کې تخنیکي پلاوی مسؤلینو د نوموړې ځمکې په اړه  له دعوه لرونکو اشخاصو څخه یو شمېر اړینې پوښتنې په رسمې استعلام کې وکړې چې  یاده موضوع به له دقیقي څیړنې وروسته پرې  لازم تصمیم نیول کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS