د کرنې وزیر د سوداګرۍ وزارت او احصایې ادارې چارواکو سره وکتل

user-admin
Thu, Mar 02 2023 11:05 AM
د کرنې وزیر د سوداګرۍ وزارت او احصایې ادارې چارواکو سره وکتل


۱۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د احصایې ادراې له یوشمېر چارواکو سره وکتل او د ارزونې بورډ جوړولو او د کورنیو محصولاتو د بیې کنټرول په موخه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دکرنې وزیر حاضرو چاروکو ته وویل، چې د اسلامي امارت ریاست الوزراء دکرنې وزارت ته دنده سپارلی دی، چې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او احصایې ادارې د چارواکو په شتون کې د کیفیت د کنټرول او د بازار بیې د کنټرول په پار د ارزونې بورډ ایجاد کړي.
د کابینې د پرېکړې پر اساس یاد بورډ دنده لري، چې په بندرونو او بازارونو کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولاتو بیې او کیفیت کنټرول کړي.
دا لومړنی لیدنه د کابینې د پرېکړې پلي کولو په پار ترسره شوه، چې په کې شته رییسانو او سلاکارانو خپل همکارۍ اعلان کړل او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزونې بورډ پر طرحې کار بلې غونډې ته موکول شو ترڅو په ټولو زونونو کې په دې برخه کې یو بورډ جوړ شي.

وزیر زراعت با مسوولان وزارت‌های تجارت و اداره احصایه دیدار کرد
۱۰ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از روساء و مشاوران وزارت‌های صنعت و تجارت و اداره احصایه دیدار و در مورد ایجاد بورد ارزیابی و کنترل قیمت محصولات داخلی بحث و گفتگو کرد.
در این دیدار وزیر زراعت به مسولان حاضر گفت که ریاست الوزراء امارت اسلامی به وزارت زراعت وظیفه سپرده تا در قسمت کنترول کیفیت و قیمت بازار  با حضور مسوولان وزارت مالیه، اداره ملی احصایه، تجارت و صنعت و وزارت زراعت بورد ارزیابی ایجاد گردد. 
نظر به فیصله کابینه این بورد وظیفه دارد قیمت و کیفیت محصولات زراعتی و مالداری کشور را در بنادر و بازار کنترول نماید.
 این دیدار ابتدایی  به منظور تطبیق فیصله کابینه انجام شد که روساء و مشاوران حاضر اعلان همکاری نموده و کار روی طرح ایجاد بورد ارزیابی محصولات زراعتی و مالداری  به جلسه بعدی موکول گردید تا در تمام زون‌های یک بورد در این بخش ایجاد گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS