پکتیا کې پر ۵۰۰ بڼوالو د لوبیا اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Feb 27 2023 3:29 PM
پکتیا کې پر ۵۰۰ بڼوالو د لوبیا اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د احمد ابا او سید کرم ولسوالیو کې پر ۵۰۰ بڼوالو د لوبیا اصلاح شوې تخمونه وېشل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمر  زاهب الله ارسلا  په ګډون د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئولینو او بڼوالو ګډون کړي وو.
د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې استازی په خپلو خبرو کې وویل، چې د یادو تخمونو له ډلې څخه ۲۴۷ تنه بڼوالو ته په احمد ابا ولسوالی کې او ۲۵۳ تنه بڼوالو ته په سیدکرم ولسوالی کې د لوبیا اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا  د ځنګلونو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته يې کړه ځنګلونه د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لوبوي، نوموړي په یادو ولسواليو کې له بڼوالو وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې دې د پکتیا دکرنې ریاست سره  مرسته وکړي او د قطع کولو څخه جدآ مخنیوی وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS