لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی څلور ویشتمه غونډه

mail-admin
Wed, Feb 22 2023 10:01 AM
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی څلور ویشتمه غونډه

لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله څلور ویشتمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه. هغه غصب شوي امارتي ملکیتونو چې ښار ته نږدې سیمو کې واقع دي او  پلان شوي ښارګوټي، صنعتي پارکونه او هستوګنې سیمې په برکې نیسي ددې ځمکو د تثبیت او تشخیص لپاره باید لاس په کار شو. 
هغه زیاته کړه چې په دې سره به له یوې خوا امارتي ځمکې له غصب څخه خلاصې شي او له بلې خوا به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي.داجنډا سره سم دتخنیکي هیئت غړو د R2 ساحې د 292 جریبه غصب شوي صنعتي پارک دټولو غاصبینو مکمل شهرت، د کورونو نوعیت او د غاصبینو ستونزې او غوښتنې او همدارنګه د پلان شوي صنعتي پارک پلان او نقشه  په دوسیه کې شامل اودوسیه یې د غصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو استرداد کمیسیون ته د استولو لپاره چمتو شوه.
 په ورته مهال دتخنیکي پلاوی دکرنج سیمې له او سیدونکو سره وکتل کوم چې د یادې سیمې خلکو ترمنځ څه وخت وړاندې د قبرستان د ځمکې په سرمنازعه راغلې وه تخنیکي هیئت دوي ته فیصله ابلاغ کړه وویل کومه فیصله چې د اسلامي امارت محکمې په دې اړه کړې هغه تائید ده او دتطبیق لپاره یې یاده فیصله قوماندانۍ ته واستوله بیا تخنیکي هیئت د سرخکانو دسیمې د175  جریبه ځمکې یوشمیرغاصبینو سره وکتل او له دوي څخه یې دیادې ځمکې دقانوني اسنادو غوښتنه وکړه چې د دوي له لوري یو څه اسناد تخنیکي هیئت ته په لاس کې ورکړل شو همداراز دغونډې په وروستیو کې یاد پلاوی غړو د پړوایي سیمې د 112 جریبه دولتي ځمکې اجاره دارانو سره وکتل دوی تخنیکي پلاوی سره هغه ستونزې شریکې کړې کوم چې دوي ورسره مخامخ ؤ، هغوی وویل موږ ته دسیمې دخلکو له خوا ګواښونه کېږي او نه مو پریږدي چې ځمکه په ډاډه زړه وکرو  د تخنیکي پلاوی مشر له لوري دنوموړی ځمکې اجاره دارانو ته ډاډ ورکړ شو او په دې برخه کې لازمه پرېکړه وشوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS