د مورني بذري تخمونو د بیو ټاکلو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
Thu, Feb 16 2023 11:36 AM
د مورني بذري تخمونو د بیو ټاکلو په موخه غونډه دائره شوه


۲۷ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثمانی د مورني بذري تخمونو د بیو ټاکلو په موخه د خصوصي سکټور له یوشمېر مشرانو سره غونډه وکړه.
دا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشری د بذري تخمونو د ټولنو د یوشمېر رییسانو او غړو په شتون کې دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه.
مولوی صدراعظم دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل:«دوه اړخیزه همکارۍ هم د دولت او هم د خصوصي سکټور په ګټه ده، دکرنې وزارت ژمن دی، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور متشبثینو، بزګرانو او مالدارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
په دې غونډه کې دغه راز پانګوال دکرنې په سکټور کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتونکي شول، او ژمنه یې وکړه، چې د دولت ملاتړ او په کور دننه به پانګونه کوي:«کولای شو، چې هر ډول تخم تولید کړو، هیله ده، چې دولت د شرکتونو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو کیفیت ټیټ نه کړي او د بزګرانو اعتماد له منځه لاړ نه شي.»
په همدې حال کې مولوی صدراعظم ټینګار وکړ، چې شرکتونه دې، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د دوی د ستونزو په برخه کې اسلامي امارت ورته رسېدنه کوي.

جلسه به منظور قیمت گذاری تخم‌های مادری بذری برگزار شد 
۲۵ دلو ۱۴۰۱ ه‍.ش 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت به منظور تعیین قیمت تخم بذری مادری با سکتور خصوصی جلسه برگزار کرد.
این جلسه  در وزارت زراعت به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با اشتراک شماری از رئسا و اعضای اتحادیه تخم‌های بذری برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی بر زمینه سازی برای سرمایه گذاران در بخش زراعت و مالداری تاکید کرد گفت «همکاری دو جانبه هم به نفع دولت و هم به مفاد سکتور خصوصی تمام می‌شود و وزارت زراعت متعهد بر فراهم کردن سهولت بر متشبثین سکتور زراعت و مالداری، دهقانان و مالداران می‌باشد». 
در این جلسه سرمایه گذاران خواهان حمایت امارت اسلامی در سکتور زراعت شده و تعهد بر حمایت دولت و سرمایه گذاری در داخل کشور کردند « هر نوع تخم را می‌توانیم تولید کنیم امید است دولت در قسمت شرکت‌ها توجه بیشتر نماید تا کیفیت را پایین نسازند اعتماد دهاقین از بین نرود».
 در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی تاکید کرد شرکت ها به وعده خود عمل کند در قسمت مشکلات آنها امارات اسلامی رسیدگی می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS