لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی دوه ویشتمه غونډه

mail-admin
Tue, Feb 14 2023 11:47 AM
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی دوه ویشتمه غونډه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله دوه ویشتمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دغه راز د تخنیکي پلاوي مشر دR2  سیمې دصنعتي پارک د 292 جریبه غصب شوې ځمکې په اړه وویل، چې د غصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داستردادکمیسیون له لوري تخنیکي پلاوی ته هدایت شوی، چې دیادې ځمکې دغاصبینو  مکمل شهرت، دغاصبینو د کورونو جوړولو دنوعیت په اړه غوښتل شوي، چې په یاده سیمه کې د غاصبینو کورونه په خامه ډول جوړکړي او که په پاخه ډول، همداراز  نوموړي زیاته کړه چې تخنیکي پلاوی ته دنده سپارل شوی، چې د ولایت په سطحه دمشهورو غاصبینو دشهرت جدول ترتیب او کمیسیون ته یې واستوي.
 په ورته مهال ښاغلي محسن دقرغیو ولسوالۍ اړوند دصفوخیلو سیمې د124.55جریبه ځمکې،د سرخکانوسیمې د 175 جریبه ځمکې،د جبارخیل قوم له لوري د 280 جریبه ځمکې او همدارنګه د بدني روزنې امریت اړوند 70 جریبه یادو غصب شوو ځمکو موضوعات تخنیکي هیئت غړو ته دبحث او تصمیم نیونې لپاره وړاندې کړه چې تخنیکي هیئت له لوري دبحث او نظریاتو د وړاندې کولو څخه وروسته په یادو ځمکو دتثبیت ،تشخیص او استرداد لپاره  لازم تصمیمونه ونیول شو .په ورته مهال  تخنیکي هیئت په سرخکانو سیمه کې د175 جریبه ځمکې په اړه پریکړه وکړه چې دسه شنبې ورځې  به ساحې ته ورځي او له غاصبو اشخاصو څخه به ددې ځمکې په اړه د قانوني اسنادو پوښتنه کوي چې وروسته  له کره څیړنې څخه به پرې پریکړه کېږي وروسته په اجنډا کې په شاملو موضوعاتو بحث ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS