ننګرهار کانال ریاست کې د سټروسو بڼونو جوړولو په پار هڅې
۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې دد ریاست اړوندو ځمکو کې د سټروسو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونو جوړولو په پار هڅې کړندي کړي دي.
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د مالټې بڼ څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې دلته په ۲۰۰جریبه ځمکې باندې مالټه بڼونه جوړېږي، چې په کې به ۱۳۲۰۰ اعلی ډول مالټې کرل کېږي.
ښاغلی کظیم وویل، چې دا ځمکه وروسته له څلورو لسیزو ابادېږي، ددغې ځمکې ارزښت به لا لوړ شي، سيمه به ورسره لا شنه او سرسبزه شي، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره، د خلکو کورنې اقتصاد به ورسره ښه شي.
