دکرنې وزارت مالي او دارې مرستیال د ننګرهار کانال دویم فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Thu, Feb 02 2023 12:14 PM
دکرنې وزارت مالي او دارې مرستیال د ننګرهار کانال دویم فارم څخه لیدنه وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم تاسیساتو څخه له نږدې وکتل او اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلی فضلي د ننګرهار کانال ریاست اړوند دویم فارم له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې اړوندوچارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې او ددې ریاست د زرغونتیا او سرسبزۍ په پار په دې سیمه کې نیالګي کېنول.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او ددې ادارې یوشمېر کارکوونکو د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ملتیا کوله. 
دا پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د حکم پر اساس ددې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د ننګرها کانال د قرادادونو ارزونې، د ننګرهار کانال سیمې د ځمکو تثبیت او ددې کانال د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او دغه راز د نورو ځمکو دغصب مخنیوی، د ننګرهار کانال د پورونو بېرته اخیستنې، چې د مختلفو دلیلونو پر بنسټ تر دې دمه پر پوروړو پاتې دي او د ننګرهار کانال په ساحه کې د نویو عایداتي سرچینو تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS